نظم: د يو زړګي نه بل ته لار وي

تاته دا ښه پته ده
چې زه په تا مئین يم
تاسره مینه لرم

بل ماته دا هم پته
چې ستا په زړه کښې به هم
!زما د پاره ګله
داسې جذبې پراتې وي

پټ پټ به ما يادوې
پټ پټ به ماته ګورې
زما په شانتې به ته هم
د مازیګر په طمع ئې

خو

چې مازیګر شي کله
مونږ مخامخ شو سره
حالات سه نور سه وائي

زه درته زیر زیر ګورم
ته ماته نه ګورې بیا


صفا انکار هم نه کی
په خله اظهار هم نه کی

خو ولې بیا هم ګرانه

حالات که هر سنګه وي
زه دا يقین لرمه

د يو زړګي نه بل ته لار وي"
"چې زما ښوخ ئې ستا به ولې بدي شمه

مشتاق احمد درانی-پيښور


Comments