...سلامونه
دوه
کاله وړاندې په غټ اختر کښې دَ خوشحال په خاؤره هغه مشاعره دې ياده شي؟ چې څنګه
مانه تر اوسه پورې هیره نه ده او چې کله مې هم ستا نامه یا ستا انځور مخې ته شي نو
سمدستي راته هاغه شیبې او هاغه د مستۍ ډک ماښام مخي ته اودریږي، یقين مې دڤ هم داسې
به تانه هم هاغه شېبې هیرې نه وي. ماته چې هاغه وخت لا تر اوسه پورې ياد نو د هغې
په ډیرو وجهو کښې یوه وجه دا ده چې هاغه زما تا سره لومړڤ ملاقات ؤ. یاد دې شي چې
د مشاعرې په مينځ کښې چې بجلي لاړله نو د برقي زریعې د بندوبست له پاره مشاعره لږ
ساعت له پاره معطل شوه او مونږ د سکول د کوټو شاته په چمن کښې ولاړ ؤ نو شفيق مونږ
یو بل سره مغارفي کړي ؤ. د هغې نه پس مونږ بلها لیده کاته اوکړه. زه به که اسلام
اباد ته درتلم نوستا دیدن به مې کوؤ او که ته به پېښور ته راتلې نو هم به مونږه
خامخا ملاويدو. زه ستاسو د ملګرو په ټولي کښې د ټولو نه نوڤ ومه.
وخت
څومره په منډه تير شو، دا ډیر اوږد وخت کوم چې ډیر په منډه تیر شو، څومره څه بدل
شول. ته د یو نه دوه شوې، يود رڼاګانو ښار نه بل د رڼاګانو ښار ته اورسيدې.
ستا خطونه به مې لوستل، اګرچې دغه خطونه زما په نامه نه ؤ او نه پکښې زما زکر ؤ خو له ډیر وخت نه مې خيال ؤ چې جواب درکړمه، له ډیرو ورځو راسې د ناروغۍ له کبله په کټ پروت ومه نو نن مې اراده اوکړه چې تاته ستا د ټولو خطونو په بدل کښې يو خط اولیکمه. زه اول نه بخښنه غواړمه د خپلوغلطیانو له پاره ځکه چې ماله ليک بلکل هم نه راځي. خو بيا هم باور مې دڤ چې زه څه وئيل غواړمه په هغې به ته ضرور پوې شې.
ستا خطونه به مې لوستل، اګرچې دغه خطونه زما په نامه نه ؤ او نه پکښې زما زکر ؤ خو له ډیر وخت نه مې خيال ؤ چې جواب درکړمه، له ډیرو ورځو راسې د ناروغۍ له کبله په کټ پروت ومه نو نن مې اراده اوکړه چې تاته ستا د ټولو خطونو په بدل کښې يو خط اولیکمه. زه اول نه بخښنه غواړمه د خپلوغلطیانو له پاره ځکه چې ماله ليک بلکل هم نه راځي. خو بيا هم باور مې دڤ چې زه څه وئيل غواړمه په هغې به ته ضرور پوې شې.
ګرانه!
ما
به له خلکو نه اوريدل چې مسافري ډیره ګرانه وي، اګرچې ما خپله چرې اوږده مسافري نه
ده کړي خو چې تاته ګورمه نو د خلکو دغه خبره راته دروغ ښکاري. ما په پردي وطن کښې
ستا نه زيات خوشحاله مسافر بل نه دڤ لیدلڤ. دا هم کیدېشي چې زما اندازه غلطه وي،
خو زه چې څه وينمه نو دَ هغې په بنياد زه دا خبره کومه.
دوه
وجهې کېدیشي، یوه خو دا چې شايد ته خپل کار سرع دومره مينه لرې چې د خپلو نه لرې
په پردي ښار کښې ورته ميشته يې او د ژوند شپې ورځې سبا کوې. بله وجه دا کېدیشي چې
ته د خپل ځان نه په منډه يې، د ځان نه ځان خلاصول غواړې، د خپل حال او راتلونکي
وخت نه څان خلاصول غواړې، ته په خپل تير شوي وخت پسې منډې وهې، يوه داسې منډه چې
دَ هغې هيڅ حاصل نشته دڤ، يو داسې مزل چې د هغې هيڅ منزل نشته دڤ. ته خو په هر څه
پوې يې. دا منډه څه د پاره؟ دا تيښته له څه د پاره؟ ستا ژوند اوس يواځې ستا ژوند
نه دڤ، دې سره له ډیره خلکو ژوند تړلڤ دڤ. ستا مور، ستا پلار، روڼه، خويندې او د
ټولو نه زيات ستا د ژوند ملګرې، دا ټول به څه سوچ کوي؟
زه
دا هم منمه چې تاسره او ستا ژوند سره زياتڤ شوڤ دڤ. خو دې کښې د هغې څه قصور؟ د
هغې څه خطا؟ د هغې ژوند ولې په دار کوې؟ د
مور پلار د غلطو فيصلو او زمونږ د دې ظالمې معاشرې سزا هغې ته ولې ورکوې؟ ته خو په
ځان ډیره غاويره يې چې ماد خپل مور او پلار د انا او د خور د ژوند د پاره قرباني ورکړه او خپله رضا مې د هغوې په فیصلې
قربان کړه، هغوي مې خوشحاله کړل نو د خپلې قربانۍ جزا د هغې نه ولې غواړې؟ سزا هغې
له ولې ورکوې؟ هغې نه ولې انتقام اخلې؟ دې ته خو قرباني نه وايئ. زما په نیز خو دا
خود غرضي ده. زه به دې ته هله قرباني وايمه چې ته دې ټولو له دومره خوشحالۍ ورکړې
چې دا ټول پخپله په دې مجبوره شي چې دا مونږ ده سره څه اوکړه او دا دڤ مونږ له د
هغې په بدل څه راکوي. ته دې سماج له د پيغور په طور دومره څه ورکړه چې دڤ په خپلو
کړو ستومانه شي. او چې بیا د چا د ژوند دا
رنګه فيصله کیږي نو چې سل ځله نه زر ځله پرې سوچ کوي. دې ته قرباني وائي، او دا
قرباني به بدلون راولي.
روره!
دا
ژوند دڤ، مونږ او زمونږ معاشرې لا دومره پرمختګ نه دڤ کړڤ چې مونږ څه غواړو هغه به
کیږي، دا په دې سماج کښې ممکنه نه ده. مونږ ته لا ډیر پړاؤنه پاتې دي. لا ډیر مزل
پاتې دڤ، دومره مزل چې زمونږ د ډیرو راتلونکو پیړو ژوندونه به هم پکښې لکه ستا او
زما خاؤرې کیږي.
ماله
ډیرې خبرې نه راځي او نه دومره پوهيږمه خو دومره وايمه چې ته څه کوې غلط کوې. بدل
کړه دا هر څه .
په
اخرکښې يو ځل بيا ډیره بخښنه که څه غلطي رانه شوې وي یا څه خبره مې ستغه کړې وي.
او هن استاذه په لیک کښې مې غلطۍ مه راؤباسه ، دا پښتو به هله ټهیک کیږي چې ستا
دغه بله پښتو ټهيک شي.
ځان
د خپلو خلکو نه مه شوکوه، ستا په شان به د نورو هم ډیر ارمانونه وي، څه اوشو که
ستا ارمانونه پوره نه شو، اوس
داسې پښتو اوکړه چې ستا ژوند سر کوم تړلي خلک دي دَ
هغوي ارمانونه پوره شي.
(په
جواب کښې د خط لیکلو ضرورت نشته او نه يې زه طمع لرمه)
په
لوې الله دې سپارمه. اباد اوسې.
د ډیرو خوشحالو په هیله
د ډیرو خوشحالو په هیله
ستا
ملګرڤ
مشتاق دراني، پېښور
۱۹جنوري۲۰۱۶، مازیګر څلور نیمې بجې
مشتاق دراني، پېښور
۱۹جنوري۲۰۱۶، مازیګر څلور نیمې بجې

په زړه په پورې ليک.
ReplyDeletezh siraf da wayam che ta hagha sae owayal kam che mong kala ham na sho wayalay
ReplyDelete