د باچا خان یو تقریر نه اقتباس

زما وروڼو! هر خدائي خدمتګار که خان دے که غریب دے څه نه څه روزګار دې کوي او بيکاره دې نه کښيني ځکه چې یو بې کاره سړف خدائي خدمتګار نه شي جوړيدے. که یو سړے سخت کار نه شي کولے نو اسان کار دې کوي. کوم يو سړے چې وائي چې ماته کار نه ملاويږي نو دا د منلو خبره نه ده. چې کوم سړي کښې د محنت جذبه وي هغه د يو کار نه نه يريږي. کوم  سړے چې د تيارې ډوډۍ عادت شي هغه هميشه ناقراره وي مګر کوم غريبانان چې محنت مشقّت کوي نو هغوي ښه خوشحاله وي. نو ځکه ځه وايم چې په محنت کښې ډيرې فائدې دي. ستاسو صحت به ښه وي، د فضول خرچۍ نه به بچ ئې. د چا محتاجه به نه ئي. چې مشغول ئي نو په دماغو کښې به مو د شر فساد خبرې نه راځي. د عبث او فضول خبرو د پاره به تاسو سره وخت نه وي.
Khan Abdul Ghaffar Khan Baacha Khan

Comments