![]() |
(د اے اېن پي او پي کے مېپ ملګري د خېره سره څوورځو نه يو ځل بېا د يو بل پر ضد په سنګر ولاړ دي،دا
ليک د هغې په تاثر کښې شوے دے)
|
برجونو ته توپې ختلې
دي،
ناتاره ډزې دي،
چې په کوم لور ګورې نو
نفرت دے،
کرکه ده، بغض دے، کينه
ده،
يو بل پسې ملندې دي،
د ځان ښه او د بل سپکې
دي.
بېا ګيله کوو چې پښتانه
د پرمختګ په معنې نه پوهيږي،
وروستو پاتې دي،
د ترهه ګر په نامه
يادېږي،
فلانکي ئې پر ضد دا
سازش کړے وو،
ډنګلې ئې پر ضد په سن
ډېمکاڼي کښې دا لوبه جوړه کړې وه.
جنرل صېب ورسره داسې
وکړه ،،،
طالب ماما ورسره داسې
وکړه،،،،
پنجاب ئې په په قمیص
پرتوګ زندان کښې اچوي،،،
شهباز شريف ئې صوبه کښې
نه پرېږدي،،،
سراج الحق منافق دے او
د پښتنو دښمن دے،،،
تحريک انصاف د امپائېر
ګوند دے اود هغه په اشارو چلي،،،
نواز شريف صرف د پنجاب
زيراعظم دے،،، او په فلانکي سن کښې ئې په پښتنو غنم بند کړي وو،،، او اوس ئې ترې
سي پېک يوړو،،
جي دا شېرپاو د پلانکي
خان بهادر وارث دے،، او د فرنګيانو وخت کښې به ئې دا کول،،،،
مونږ به احتجاج کوو،،،،
جواد حسين پښتنو پسې په سرکاري ټي وي مسخرې کوي،
يره دې ناصر خان جان خو
پښتانه اوشرمول،،،
او نورې بلا قيصې،،،،،
نو چې دا څو ورځو نه څه
روان دي او مونږ يو بل پسې کومې کوتکې راغستې دي،،،ټوپکې مو اوږې ته خېژولې دي،،،
د پښتنو به هم دا حال وي ،،،،،،
مونږ تر اوسه د هر څه
نه ځان خلاصولو لپاره په پنجاب او جي اېچ کيو ګوتې اوچتې کړي دي،،، چې څه هم وشي
نو بس لنډه بهانه دا ده چې:
" جي دا د پښتنو پر ضد
يو ډېر لوې سازش دے "
آئی
شرمېدلو،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
نو چې دا سازش کېدو نو
هغه وخت تاسو کومې سوړې کښې پراته وائي،،،؟؟ څه مو کول،،،؟؟
تا په دې سازش ځان ولې
نه خبروو....؟؟؟
خپلو خلکو له دې پوهه
ولې نه ورکوله،،،؟؟؟
خو نه جي،،،،،،
زه خو افلاطون يم،،،
زه خو د فلانکي بابا
نمسے يمه،،،،
زما د مور نيکه د
فلانکي سره د مچهـ جېل کښې پاتې وو،،
زما پړ نيکه دلي فتح
کړې وه،،،
پښتنو ته د بهرني دښمن
ضرورت نشته ،،،،
چې داسې حال وي نو نه
پنجاب ته څه ضرورت شته چې د پښتنو پر ضد څه لوبه جوړه کړي او نه نورو ماماګانو
ته،،،،،
مونږ خپله يو بل پسې
ملنډو له، سپکو له، پښې وهلو له، سازشونو له ډېر يو،،،
اوس مونږ د خپلو دښمنو ځيني
اوزګاره نه يو
هر څو که دلته نه اورنګ
لاړو لښکرې لاړې
بس لنډه دا چې
پښتون تباه دے..
(د اے اېن پي او پي کے مېپ ملګري د خېره سره څوورځو نه يو ځل بېا د يو بل پر ضد په سنګر ولاړ دي،دا
ليک د هغې په تاثر کښې شوے دے)
مشتاق احمد دراني
کراچۍ
۹جولائي ۲۰۱۷

Comments
Post a Comment