A STORY FROM BABRRA MASSACRE (12 August, 1948)

حليم خان او صابره

حلیم خان د پنځو کالو ماشوم مور  ته پاتې شو اور پلار یې خدائ واخستو،څه جائیداد يې نه وه،  مور به یې څه خواري مزدوري کوله او ځوڤ یې د لوږې تندې، سختې سوختې نه خبر نۀ وۀ، جومات ته به تللو، د قرآن شريف سبق به يې ټکی ټکی وې، نور واړۀ به هم وو خو د دوي د ديوال خوا کښې يوه ګاونډۍ د دۀ همځولې جینۍ صابره هم د دۀ سره يو شان سبق شروع کړڤ وۀ او چې سبق نه به راغلل نو کله دوي کره او کله هغوي کره به دواړو لوبې کولې او پۀ لوبو کښې به داسې بوخت ووچې کور واله به پۀ ډیرو چغو او نارو ډوډۍ له بوتلل، کۀ دغه نۀ وې نو ډوډۍ د چا ياددیدله؟

قرآن شريف دواړو يو ځائ ختم کړو او دَ کلي مدرسه کښې داخل شو. دغلته به هم دواړه يو ځائ په يو ټاټ ناست وو. سبقونه به يې چې زوت کړل نو تختۍ به يې راواخستې، هندسې او د جمه تفریق سوالونه به يې زده کول، ډیره خواري به يې کوله. نورو وړو به هسې ورځ اړوله او دوي به کار کولو او خپله مشغوله يې هم جوړه وه. دَ بل چا د لوبو حاجت يې نۀ وۀ. چې دواړو لسم پاس کړو نو صابره دَ چارسدې هايي سکول کښې داخله شوه او حليم خان د تحصیل هايي سکول کښې داخل شو.

حلیم خان له کتابونه د صابرې پلار عظيم خان واخستل او د فیس پيسې به ورله مور ګټلې، د جيب خرڅ يې هم ورکولو چې حلیم خان د خپل يتيم والي احساس ونۀ کړي. وخت تيريدو، دواړو لسم پۀ ښو نمبرو پاس کړو. دې وخت کښې اګرچې لږ لوې شوي وو خو  د سبق نه به چې راغلل نو پۀ څۀ بانه به ملاویدل، زاړۀ يادونه به يې تازه کول او خپله هاغه د وړوکوالي مینه به يې جاري ساتله. حليم خان به مور ته وې چې پړڤ او لور راکړه چې د اديرې نه درله خشاک راوړم او صابره به د کرکڼو پۀ بانه روانه شوه، دَ پړانګو اديره کښې به يې خشاکونه او کرکڼې هم وکړل او دَ ديدن تنده به يې هم سړه کړه. دوي اوس لږ پۀ ځان پوه شوي وو او مينه کښې يې هم لږ پوخوالی پيدا شوڤ وۀ.

دَ صابرې وروڼو ته همځولو پيغورونه شروع کړل او صابره دَ بهر تللو نه پۀ ستر کړڤ شوه، خو بيا هم دَ يو ديوال خبره وه، دَ صابرې وروڼه پلار به چې دَ کور نه ووتل او دې به خپل کور کښې د حليم خان خبرې واوريدې نو پۀ ديوال به وراوچته شوه. سلام عليک او د روغ جوړ پښتنې به وشوې، د صابرې مور پوه شوې وه چې د مينې اور دواړو طرفو ته لګيدلی دڤ. کور محلت کښې ډیرو خلقو او خپل خپلوانو د صابرې د غوښتو خواهش ظاهر کړو خو صابرې مور ته وې چې ګورې چاته غاړه کښې نۀ ږدې، زه څوک نۀ کوم. پلار او وروڼو خو يې دې خبرو کښې کار نۀ لرلو، وې به يې د مور خوښه يې ده چې چاله يې ورکوي.

دَ حليم خان مور هم د ځوې پۀ کړو وړو پوه شوې وه. آخر يوه ورځ نيازبين ځوې مور ته ووې: مورې! تاسره زما څه غم شته کنه؟ هغې ورته وې ولې نه بچيه مونږ غريبانان يو او دَ دې زمانې رواجونه سخت دي. حليم خان ورته جواب کښې وې : مورې کوم يو غريب بې واده پاتې شو
ڤ دڤ؟، ته حرکت وکړه، برکت به پکښې خدائ واچوي، ته د صابرې مور ته زما دَ پاره ووايه. مور نيازبين ځوې ته وې: بچيه! صابره به مونږ له څنګه راکړي؟ حليم خان دَ خپلې ماشومتوب مينه باندې پوره باور لرلو، دَ مور پۀ دې پښتنه يې ورته وې: مورې! هغې ماسره پوخ لوظ کړڤ دڤ، مور به مجبوره کړي خو ته خو ياداشت ورکړه کنه....خلق ورپسې شوي دي نو کۀ بل چاته يې مور غاړه کيښوده نو زه به ځان په ډک سيند لاهو کړم. ښه ده بچيه چې تۀ وايې نو زۀ به يې دَ مور خُلۀ بوئي کړم. مور خپل نيازبين بچي له تسلي ورکړه.

څو ورځې پس د حليم خان مور صابرې دي کره ورغله، خبرې اترې کیدې، د صابرې مور ورله چايې پخه کړه. دَ چايو څښلو کښې ورته دَ حليم خان مور دَ خپل زړۀ خبره وکړه او ورته يې ووې چې مونږ دواړه ميندې يو او مونږ ته دا خپل بچوړي معلوم دي. دَ دوي پۀ زړونو پوهيږو.د کور محلت خبره ده، او مونږ يو بل دَ کلونو راسې پیژنو، حليم خان او صابره يو ځائ
 زمونږ د سترګو پۀ  وړاندې رالوې شوي دي، دَ حليم خان ښه او بد درته معلوم دي، هر څو که يتیم وۀ خو ما يې پۀ تربيت کښې هيڅ کمی نۀ دڤ پريښودڤ، تاته لکه د سکه مور پۀ نظر ګوري. او صابره ماته ښۀ معلومه ده، زما ښه قدر او عزت کوي او زه يې هم لکه د خپلې لور ګڼم. چې زما کور دَ حليم خان پۀ ډولۍ کښې راشي نو دَ لُور ارمان به مې هم پوره شي. د صابرې مور ورته ووې: خورې زما خو رضا ده خو پلار  او وروڼو نه به يې هم رضا اخلمه، دَ يو کور خبره ده، تۀ هيڅ فکر مۀ کوه، دا زما ذمه ده، تۀ بې غمه شه او زما باور دڤ چې د هغوي به هم رضا وي.

دَ حليم خان مور ترې خوشحاله کور ته راغله، د صابرې مور خپل خاوند او د صابرې وروڼه رضا کړل، ورته يې ووې ګاونډ د
ڤ، چې د لرې خپل مو رارسي نو نزدې ګاونډي به ښخ کړي هم يو. حليم خان شریف هلک دڤ، زمونږ د سترګو دوړاندې رالوې شوڤ دڤ، پۀ هر څۀ به مو پکار وي، او ورکړه دَ خدائی ده کۀ رضا يې اوشوه نو هر څۀ به ورکړي. خبره پخه شوه او په ګوټ کښې دَ حليم خان مور دَ خپل تندي د سرو ټیکه واچوله. دا ټيکه هغې د حليم خان په ځيګیدو سره په دې ارمان ځان سره ډیره په سختو او خوارو سمبال ساتلې وه. مبارکۍ واخستی شوې. حليم خان دَ خوشحالۍ نه په جامو کښې نۀ ځائيدو. څو ورځې پس صابرې د کویدن ښکاره کولو د پاره پینځه سوه روپۍ حليم خان له پټې ورکړې، وې دَ دې دوو سوو سره جوړه او سرۀ بوټان واخله او پۀ دې نورو به سه ديګ دوه وريژې پخې کړې چې کويدن ښکاره شي. وريژې او مټايانې پکښې خپلو خپلوانو وخوړې او جوړه يې دَ صابرې دي کره يوړه. دَ صابرې مور سپین پړونی دَ حليم خان دَ مور پۀ سر کيښودو، مبارکيانې وشوې او ميلمانۀ خوارۀ شو.
دَ اګست دولسمه نيټه ۱۹۴۸ء وۀ، چې سحر لس بجې حليم خان  پۀ پټو کښې دَ ډولونو ډنګار واوريدو نو ورياد شو چې نن  خو دَ باچا خان د پاره جلوس دڤ او د جمعې مانځه نه پس پۀ جمات کښې جلسه هم دۀ. پۀ منډه کور ته راغڤ او دَ دروازې نه يې مور ته چغه کړه: مورې! زما هغه سرې جامې راواخله، جلسې له ځم. مور ورته وې: بچيه! خلق وائي چې نن جلسه ډیره خطرناکه ده، د جمعې جمات فوځونو نیولی دڤ. ده ورته وې مورې! هر څۀ چې وي، دا دَ ډولنو ډنګار اورې، دغه دڤ جلوس راورسيدو، دغه ټول هم ستا پۀ شان د مياندو زامن دي. جامو ته يې لاس کړو،زرزر يې واغوستې او د مور نه بهر اوتو، چې شاته يې وکتل نوپۀ خپل ديوال صابره لاس پۀ تندي ولاړه وه، دڤ لږ پښه نيولڤ شو خو چې جلوس يې اوليدو نو منډۀ يې کړه او هغوي سره ملګرڤ شو.

لږ ساعت پس په هوا کښې دَ ډزو آوازونه خواره شو، د حليم خان مور له خبر راغی چې په جلوس فوځ ډزې وکړې. ډیر خلک پکښې مړه او بې شماره پکښې زخميان دي. هغه سمدستي دَ کوره راووته، او دَ پيښې ځاڤ ته يې منډه کړه، خو دَ ځوې ديدن يې بيا نصيب نه شو. پۀ مړو او زخميانو کښې وګرځیده خو پته يې ونۀ لګيده، فوځ تلی وۀ چې دا جماعت ته ورنزدې شوه نو حليم خان پۀ سينه شل ډزه لګيدلی پروت وۀ. راپريوته پرې، وې بچيه! شهيدګي دې مبارک شه خو زۀ او صابره دې چاته پريښودو؟ په دې کښې خدائي خدمتګار راغلل، دې يې کټ کښې واچولو او دَ شهيدانو جلوس کښې شامل شو. مور ترې بيا خبر نۀ شوه چې چرته يې يوړۀ او چرته ښخ شو. څلڤ يې هم معلو م نۀ شو.

د اګست  پۀ ديارلسمه (۱۳) نيټه صابره پۀ خپل کور کښې ناسته وه، پټې پټې اوښکې يې پۀ ګريوان کښې څڅولې چې مسلم ليګ او پوليس کور ته راننوتل، د صابرې روڼه او پلار خو پټې ته تلي وو، مور يې کور وه، ليګيانو تاڼه دار ته ووې چې دا دَ حليم خان کويدن کړې ښځه ده، وې ښه دا خو سپوګمۍ ده، پاڅه جينۍ مونږ له چائې پخې کړه. دې غږ نۀ کوو. ځوړند سر ناسته وه، دوې تالاشي شروع کړه او دَ کويدنې هغه سره جوړه يې راواخسته، وې دا به هم دَ دې جينۍ وي. دې ليګيانو ګوڼډیانو ورته ووې او دا يې ورله پۀ کويدن کښې نخښه راوړې ده. پاڅه جينۍ دا سره جوړه واغونده او ماله چائې پخه کړه، د هندوانو بچو چې هندوانو له يې پخوئ خو خير دڤ او مونږ سوچه مسلمانانو له يې نۀ پخوئ. صابره هغسې ګونګه سونګه ناسته وه. تاڼه دار يو څو لتې يې ووهله، وې پاڅه کنه، دَ دې دومره دَ خُلې نه وختل چې زه سپو له چائې نه شم پخولې، بیا پرې تاڼه دار او سپايانو پۀ کونداغونو راباندې کړل، يو ګزار دَ زړه پۀ سر اولګيده او چغه يې کړه حليم خانه مړه يې کړم او چې دوې ورته اوکتل، وې هلکه بس دڤ مړه ده، ځئ چې ځو خلک خبر نه شي. دَ کور کندي خلک راغونډ شو، وروڼه او پلار يې هم راورسيدل او دَ پړانګو په مقبره کښې دَ قيامت پۀ اميد سملاسته. انالله و انا اليه راجعون. سرې جنډې پرې ولاړې دي او دَ صادقانو عاشقانو سوالونه پرې قبليږي.

Babrra Massacre (12 August 1948, Mushtaq Ahmad Durrani)
يادګيرنه: دا قيصه دَ فضل الرحیم ساقي صيب کتاب "خدائي خدمتګار" (دَ پښتنو دَ آزادۍ دَ تحريک يو مختصر تاريخ) نه نقل کړڤ شوې ده. (پاڼه نمبر ۵۲ نه تر ۵۵)

د بابړې د واقعې د نورو معلوماتو لوستو د پاره دلته کلک کئ.

Comments