زه لا هلک ومه چې ما کاکا جي دَ ډیرې جوښتې نه لیدلے ؤ، او ما ترې نه دومره څه زده کړي دي چې دَ خپل ژوند ټوله زده کړه یو خوا کړمه او دغه بل خوا نو دَ کاکا جي په قربت کښې دَ کړې زده کړي پنګه به ترینه درنه وي. ماته دا اعزاز هم حاصل دے چې دَ کاکا جي سره مې په زندان کښې هم یوځے وخت تیر کړے دے.
دا د ایوب خان د مارشل لاء دور ؤ، سرکارزما دَ ګرفتارئ آډر اوکړو، په هغه وخت کښې به دَ استعمار خلاف په جدوجهد کښې د برښې اخستو په سزا کښې جیل ته تلل راتل زمونږ معمول ؤ، څو ورځې خو پټ راپټ شومه خو اخر مې وئيل چې تر څو به دوي نه پټیږې نو پولیس له مې ځان ورکړو. دَ ګلبهار تاڼې ته يې بوتلم، ډیره شيبه يې کښینولے ومه، اخر مې حوالدار نه تپوس اوکړو چې زه مو څه ته کښینولے یمه؟ حوالدار راته وئيل چې ودریږه ستا څو نور ملګري هم راولي نو بيا به مو يوځے چرته بل ځائے ته بوځو. زه حیران ومه چې نور به زما کوم ملګري وي، هم دا سوچ مې کولو چې دې کښې دَ مخامخ نه دوه درې کسان نور هم راښکاره شو، په دې کښې یو صنوبر حسین کاکا جي هم ؤ، ډیر زیات کمزورے شو ؤ، آو ډیر په تکلیف کښې ؤ، په لاس کښې ورسره دَ خپلو دارو درملوغوټې هم وې. زه ډیر زیات خفه شومه، حوالدار ته مې وئيل چې صیبه دې بنده څه کړي دي چې دے مو هم راوستو، دَ دۀ حالت ته خو لږ اوګورئ، او دے په دې حالت کښې څه کولے شي چې تاسو ترينه خطره محسوسوئ. حوالدار ماله څه جواب را نه کړو.
خير مونږه ټول ګاډي کښې کښینولے شو. په لاره مو خبرې اترې کولې يو ملګري وئيل چې دَ هري پور جیل ته مو بوځي او هلته به رانه تقتیش کولے شي. چې د هريپور لارې نه واوړیدو نو مونږ سره فکر شو چې چرته مو بوځي؟ بیا يو ملګري وئيل چې دَ اټک قلعه ته مو بوځي، چې د اټک قلعه هم تیره شوه نو بیا مونږ سره غم شو. بيا چا اوئيل فوجي هيډ کوارټر ته مو بوځي هلته به رانه فوځيان تفتیش کوي. مونږ لا په دې فکرونه کول چې ګاډے سنټرل جیل پنډۍ ته ورسیدو، څو ورځې يې را باندې هلته تیرې کړې، بیا يې هلته نه شاهي قلعه ته بوتلو، هلته هم مونږ یريدو چې دلته خو خطرناک قيدیان راولي، پته نشته چې څه به راسره کوي.؟ خير څه موده مو هلته هم تیره کړه. دغلته ته نه يې بیا دسټرکټ جیل لاهور ته بوتلو. هلته چې لاړو نو زمونږ په شان د استعمار خلاف ډیر تحریک چلوؤنکي قیدیان ملګري ؤ. په دې کښې انقلابي شاعر فیض احمد فیض هم ؤ، ټولو سره ملاؤ شو. فیض احمد فیض کاکا جي پيژندلو. هغه دَ کا کا جي خوا له راغلو او کاکا جي ته يې وئيل چې: خان صاب تاسو ډیر بیوفا يې. کاکا جي ورته وئيل چې ولې؟ نو فیض صیب ورته وئيل چې اوس راغلئ او دَ شپې به رانه بیا ځئ. مونږ حیرانه شو چې چرته به ځو؟ نو هغه راته اوئيل چې دَ ماښام دَ ډوډئ نه پس به تاسو خوشي کړے شئ. مونږ ته دَ دې باره کښې هيڅ معلومات نه ؤ خو چې د ماښام ډوډئ مو فیض صیب دي سره اوخوړه نو په رشتیا يې مونږ خوشي کړو. لاړو په يو هوټل کښې مو ځان له کوټه اونيوه، بیا زه لاړم تارګهر ته، د پيښور ملګرو ته مې تار اوکړو چې مونږ دَ زندان نه خوشي کړے شو. سبا په فلانکي وخت به مونږ په ریل ګاډي کښې دلته نه در روانیږو او په دا وخت به پېښور ته در رسیږو. شپه مو اوکړه، سبا راروان شو، او چې کوم وخت مې دَ پېښور ملګرو ته ښودلے ؤ هم په هغه وخت يې پېښور سټيشن ته راورسولو. په سټيشن د کاکا جي ډیر مینه وال دَ هغه استقبال له سره د څهرو راغلي ؤ.
دا واقعه همیش خلیل صیب نن دَ صنوبر حسین کاکا جي په ۵۳ تلین دَ هغه په کلي کې راجوړې کړے شوې غونډې ته په خپله وينا کښې واؤروله.
/
مشتاق احمد دراني

Comments
Post a Comment